Kabulافغانستانامنیتدری

له ښوونځي تر انلاین کورسونو؛ افغان نجونې د خپل راتلونکي لپاره هڅې کوي — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-27 05:30:46🎙 رادیو را بشنوید

د کابل ۲۱ کلنه ناز رحیمي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو او کار فرصتونه په بې‌ساري ډول محدود شوي؛ خو نوموړې لاهم د خپل راتلونکي لپاره هڅو ته دوام ورکوي. نوموړي دغه څرګندونې د «له طالبانو هاخوا؛ د افغانانو د مقاومت او پایښت پنځه کاله» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي. وېلسن وویل، نړۍوال بحثونه تر ډېره د طالبانو، د هغوی د محدودیتونو او تګلارو په اړه دي؛ خو د افغانستان بل اړخ هم شته چې په‌کې خبریالان، ښوونکي، مدني فعالان، څېړونکي او د ښځو د حقونو مدافعان خپل فعالیتونه روان ساتي.هغه وویل: «طالبان افغانستان نه‌دي. بله کیسه هم روانه ده؛ د هغو افغانانو کیسه چې لاهم راپور ورکوي، تدریس کوي، د بشري حقونو دفاع کوي او د یو بل راتلونکي لپاره هڅه کوي».هغه زیاته کړه: «طالبان ښايي پر دولت واک ولري؛ خو نه‌شي کولای د افغانانو فکر، ارمانونه او د خپل هېواد لپاره د دوی تصور کنټرول کړي». وېلسن وویل، د ډیموکراسۍ ملي بنسټ له ۱۹۸۴کال راهیسې له افغانانو سره کار کړی او په تېرو څلورو لسیزو کې یې د شاوخوا ۶۰۰ پروژو له لارې تر ۱۰۰ ډېرو افغان بنسټونو سره د ملاتړ لپاره نږدې ۸۲ مېلیون ډالره لګولي دي.د هغه په وینا، دغه پروژو په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو، مدني…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-27 05:30:46

خط زمانی

  1. AF International

    له ښوونځي تر انلاین کورسونو؛ افغان نجونې د خپل راتلونکي لپاره هڅې کوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-27 03:14:18

له ښوونځي تر انلاین کورسونو؛ افغان نجونې د خپل راتلونکي لپاره هڅې کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button