د غزني ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ له کابل څخه هلمند ته د لېږدېدونکو ۲۷۲ کیلوګرامه تریاکو له ترلاسه کولو خبر ورکړ. د دغې قومندانۍ په وینا، د یادو نشهيي توکو د لېږد په تړاو یو کس هم نیول شوی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه جمعه(د وږي۲۰مه) د «ترهګریزو فعالیتونو له امله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونو» تر سرلیک او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه. والټز د خپلې وینا په یوه برخه کې د متیو پوسینو په نوم د یوه پخواني امریکايي سرتېري یادونه وکړه. هغه سرتېری د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا پوځ کې شامل شوی و او وروسته یې په افغانستان کې د والټز تر قومندې لاندې د «شنه خولۍ» ځانګړو ځواکونو د سرتېري په توګه دنده ترسره کړې وه. د امریکا استازي وویل، په افغانستان کې وسلهوالو د سړک غاړې ماینونو او چاودېدونکو توکو کارول پیل کړي وو، څو د سیګنالونو د کشف له وسایلو څخه ځانونه پټ کړي. د هغه په وینا، متیو به تل په خپله خوښه غوښتل چې د زغرهوالو موټرو د کاروان په مخ کې پر موټرسایکل حرکت وکړي، څو دغه ګواښونه کشف کړي. والټز وویل، کله چې متیو ته د خپلې دندې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شو، هغه په ځواب کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
له کابل څخه هلمند ته لېږدېدونکي ۲۷۲ کیلوګرامه تریاک په غزني کې ونیول شول
سرچینې
Afghan sources
له کابل څخه هلمند ته لېږدېدونکي ۲۷۲ کیلوګرامه تریاک په غزني کې ونیول شول