Diplomacyافغانستانپښتو

له کوچنۍ هیلې تر مسلکي سینګارګرۍ؛ روسیه کې د یوې افغانې ښځې هنر… — Bbc

روان خبرDiplomacy1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-18 16:01:43🎙 راډیو واورئ

د ماشومتوب یوې کوچنۍ هېلې وږمه ورو ورو په یوه داسې مسلکي او تکړه سینګارګرې بدله کړه چې، کلونه کېږي خپل دا هنر په ډېره مینه پالي. ۳۶ کلنه وږمه عمر د روسیې په پلازمېنه مسکو کې زېږېدلې او هملته لویه شوې ده. هغه وایي، سینګار ورته یوازې یو مسلک نه دی، بلکې د ښکلا، پر ځان د باور او خوښۍ د رامنځته کولو یوه وسیله ده. "کله چې وینم یو څوک له هغه سینګاره چې ما ورته کړی ډېر خوښ دی، زه هم ډېره خوشحالېږم." وږمه عمر له ۱۶ کلونو راهیسې د سینګارګرۍ په برخه کې فعالیت کوي. هغه وايي، له بېلابېلو ښارونو او هېوادونو لکه د امریکا، اروپايي هېوادونو، هند، ایران او د روسیې له بېلابېلو سیمو خلک ورسره اړیکه نیسي، چې د سینګار هنر ترې زده کړي. دا وایي، د سینګارګرۍ زدکړه یې هغه مهال پیل کړه چې پر انسټګرام کې یې فعالیتونو د ګڼ شمېر مینه‌والو پام ځانته واړاوه. "کله چې مینه‌والو زما کارونه او فعالیتونه په انسټګرام کې ولیدل، ډېر یې خوښ شول او غوښتل یې چې دا هنر له ما زده کړي. ما هم هغوی ته د زده‌کړې زمینه برابره کړه. هغه کسان چې له ما یې د سینګارګرۍ زده‌کړه کړې، شمېر یې سلګونو ته رسېږي." وږمه پر انسټګرام پاڼه ډېر مینه وال او څه باندې نیم میلیون څارونکې لري، چې د سینګار ویډیو…

لنډ معلومات

موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-18 16:01:43

مهالوېش

  1. Bbc

    له کوچنۍ هیلې تر مسلکي سینګارګرۍ؛ روسیه کې د یوې افغانې ښځې هنر – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-09-18 07:45:15

له کوچنۍ هیلې تر مسلکي سینګارګرۍ؛ روسیه کې د یوې افغانې ښځې هنر – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button