Diplomacyافغانستانپښتونیمروز

لوړ ولور؛ هغه دود چې په نیمروز کې یې د ځینو کورنیو ژوند… — Pajhwok

روان خبرDiplomacyنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-05 09:22:03🎙 راډیو واورئ

زرنج‌ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې ډېرې کورنۍ ولور د واده د دود یوه برخه ګڼي، په نیمروز کې د ښځو او ځوانانو کیسې ښيي چې ډېر ولور اخیستل د ځینو کسانو لپاره د پورونو، کډوالۍ، کورني تاوتریخوالي او کورنیو شخړو لامل ګرځېدلی او کارپوهان یې هم پایلې ګواښوونکې بولي. د افغانستان په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه نیمروز ولایت کې د زوم کورنۍ د واده پر لګښتونو سربېره اړ کېږي چې د ناوې کورنۍ ته د «ولور» په نوم یوه اندازه پیسې ورکړي. که څه هم ځینې کورنۍ دغه دود د عنعناتو یوه برخه او د نجونو د واده د لګښتونو برابرولو یوه وسیله بولي، خو یو شمېر ځوانان او ښځې وایي چې همدغه دود کله ناکله هغوی کلونه کلونه له پورونو، کډوالۍ او کورنیو ستونزو سره مخ کوي. په نیمروز کې د ولور اندازه د کورنیو له مخې توپیر لري، خو معمولاً کورنۍ له درېیو تر ۱۵ لکو افغانیو پورې ولور اخلي. د هغو ښځو کیسې چې د لوړ ولور قرباني شوې دي د زرنج ښار اوسېدونکې ۲۳ کلنه ماه‌جبینه یوه له هغو ښځو ده چې وایي ګډ ژوند یې د لوړ ولور تر سیوري لاندې پیل شو. د هغې په خبره، مېړه یې اووه کاله په ایران کې مزدوري وکړه، څو ۱۵ لکه افغانۍ ولور او د واده لګښتونه برابر کړي؛ خو دغه…

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 09:22:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لوړ ولور؛ هغه دود چې په نیمروز کې یې د ځینو کورنیو ژوند تریخ کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-05 13:49:05

لوړ ولور؛ هغه دود چې په نیمروز کې یې د ځینو کورنیو ژوند تریخ کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button