پلعلم (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګمبزې سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې پېښه تېره ورځ مازدیګر هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی. د نوموړي په خبره، په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې ټپیان د ترافیکو مدیریت د منسوبینو له لوري نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي. انس د پېښې لامل چټک تګ بللی او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې ترافیکي اصول مراعات او د ځان او نورو خلکو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
لوګر کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي
منابع
Afghan sources
لوګر کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي