Politicsافغانستانپښتولوګر

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو — Bakhtar

روان خبرPoliticsلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-09 10:32:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بابوس په کلي کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ فعال شوی، چې له امله یې زرګونو کسانو ته د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي. د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیع عابد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد سایټ د دغه ریاست په هڅو او همکارۍ نصب او فعال شوی دی.د نوموړي په وینا، د سایټ په فعالېدو سره د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د دویم او درېیم نسل مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د مناسب کیفیت لاسرسی برابر شوی دی.هغه زیاته کړه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هڅه کوي، د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ په ولایت کې پلان شوي نور مخابراتي سایټونه هم په بېلابېلو سیمو کې نصب او فعال کړي.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-09 10:32:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-09 05:49:57

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button