Summary: د لوګر ولایت د مرکز اړوند په دادوخېلو او بیدک سیمو کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دوه کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت ویلي، چې یاد بندونه د ډانیډا موسسې په مالي ملاتړ د ٦ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دادوخېلو کوچنی بند ۷۸،۵ متره اوږدوالی، درې متره لوړوالی او د اووه زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. همداراز، د بیدک کوچنی بند ۵۹،۲۵ متره اوږدوالی، درې متره لوړوالی او د ۶ زره ۵۴۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. بلخوا، د ډاکار موسسې د مرکزي زون مسوول صلاحالدین ویلي، چې د یادو پروژو چارې په بشپړ کیفیت ترسره شوي او زرګونه کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لوګر کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
منابع
Afghan sources
لوګر کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول