Englishافغانستانامنیتلوګر

لوګر کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات… — Bakhtar

DevelopingSecurityلوګر1 SourcesUpdated: 2026-07-16 07:34:58🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوي دي. د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر نصیرالدین بهیج باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې سږ کال په لوګر کې پر ۲۷ زره ۷۷۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له دغې کرنیزې ساحې څخه ۸۲ زره ۴۶۶ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی او د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.د نوموړي په وینا، د امنیت ټینګښت، بزګرانو ته پر وخت د کرنیزو خدمتونو وړاندې کول، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د عامه پوهاوي پروګرامونه او د کرنیزو ځمکو د کښت پراختیا د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.هغه زیاته کړه، چې د کرنې د میکانیزه کېدو او د بزګرانو د ځان بسیاینې لپاره به هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د کرنیزو تولیداتو کچه نوره هم لوړه شي.بل لور ته، یو شمېر بزګرانو د سږني حاصل له زیاتوالي خوښي څرګنده کړې او ویې ویل، چې د تېرو کلونو په پرتله یې د غنمو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي. د هغوی په وینا، پخوا به یې له یو جریب ځمکې شاوخوا ۱۰۰ منه غنم ترلاسه کول، خو سږ کال له همدې اندازې ځمکې څخه تر ۲۰۰ منو ډېر حاصل ترلاسه کوي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-16 07:34:58

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-16 06:24:11

لوګر کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button