Economyافغانستاندریلوګر

لوګر کې د نړۍ وال هوايي ډګر لپاره د ځانګړې شوې سیمې ارزونه… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 15:22:47🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پالیسۍ او تفتیش مرستیال مولوي فیض‌الله جمال حقاني په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې د نړۍ وال هوايي ډګر د جوړولو لپاره ځانګړې شوې سیمې ارزونه کړې ده. ځايي مسوولینو یاد پلاوي سره په کتنه کې د هوايي ډګر اړوند د مقدماتي چارو او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې پروژې عملي کېدل کولای شي د هېواد په کچه د اقتصادي ودې، د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د ترانسپورټي زېربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.د اسلامي امارت د مسوولینو په وینا، د دغه هوايي ډګر د جوړولو لپاره په یاده سیمه کې شاوخوا ۱۳ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.ټاکل شوې، چې د دې پروژې لومړنۍ چارې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد وزارت له بودجې څخه پیل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 15:22:47

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لوګر کې د نړۍ وال هوايي ډګر لپاره د ځانګړې شوې سیمې ارزونه وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-13 11:34:19

لوګر کې د نړۍ وال هوايي ډګر لپاره د ځانګړې شوې سیمې ارزونه وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button