Economyافغانستاندریلوګر

لوګر کې د پانامي اوبو بند د جوړېدو چارې پيل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-28 21:02:23🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د اب بازک په سیمه کې د څه باندې ۱۰۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پانامي اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې، چې په بشپړېدو سره د سېلابونو د مخنیوي ترڅنګ شاوخوا ۹۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي. د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال د لوګر ولایت مقام د دفتر رئیس ډاکټر زین ‌الله زیدان وویل، چې اسلامي امارت لرې پرتو سیمو کې د اوبو مدیریت او بنسټیزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی او دا لړۍ به لا پراخه او دوامداره وساتي.د لوګر سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي چارو سلا کار وویل، چې یاد بند به ۵۲ متره اوږدوالی، ۲.۵ متره سور او ۵.۵ متره لوړوالی ولري او ورسره به ۱۸۰ متره کانال هم جوړ شي. نوموړي زیاته کړې، دا پروژه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوو میاشتو په موده کې بشپړېږي.د یادونې وړ ده، چې د دې بند د جوړولو اساسي موخه د سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول او کرنیزو ځمکو ته د اوبو برابرول دي.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-28 21:02:23

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لوګر کې د پانامي اوبو بند د جوړېدو چارې پيل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-28 11:23:03

لوګر کې د پانامي اوبو بند د جوړېدو چارې پيل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button