پلعلم (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولايت په مرکز پلعلم ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي له امله يې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی. د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي پژواک ته وویل چې یاده پېښه تېره شپه د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي کې شوې ده. هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي چې له ډلې يې يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پاتې درې نور چې روغتيايي حالت يې نازک و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي. د ابدالي په خبره چې تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او امنیتي ځواکونو د موضوع په اړه پلټنې پیل کړې دي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-19 09:32:03
مهالوېش
-
Pajhwok
لوګر کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي؛ یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-19 14:00:56
لوګر کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي؛ یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی