Summary: د لوګر ځايي مسوولینو د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره سړک د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور، وویل چې افغانانو په تېرو څو لسیزو کې سخت کړاوونه ګاللي، خو اوس د ډاډمن امنیت ترڅنګ، د هېواد اآبادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ستر فرصتونه برابر شوي، څو د هېوادوالو ښه خدمت وشي.نوموړی وایي، چې د اقتصادي پالیسۍ له مخې هېواد د بې ساري پرمختګ پر لور روان دی او دغه پروژه یې ښه بېلګه ده.د لوګر مرستیال والي مولوي محمد یوسف مستري د سړک جوړول د سیمې اوسېدونکو لپاره بنسټیز ګام وباله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د پروژې په تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي.د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت ویلي، چې دغه سړک د محمداغې ولسوالۍ اړوند اببازک سیمې څخه تر سیاه بني سیمې پورې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د ۱۴۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړېږي.نوموړی وایي، چې د دغه سړک ترڅنګ د ۱۱۹۸ متره استنادي دېوالونو او د ۸ وړو پلچکونو جوړول هم شامل دي.د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره د ۲۸ کلیو اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ په برخه اسانتیاوې برابرې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
لوګر کې د ۱۱ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې