EconomyEnglishافغانستانلوګر

لوګر کې سږ کال د هندواڼو د کرکیلې ساحه نږدې ۲۵ سلنه زیاته… — Bakhtar

DevelopingEconomyلوګر1 SourcesUpdated: 2026-07-09 12:39:20🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندوانو د کرکیلې ساحه د تېر کال په پرتله نږدې ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. د پل‌علم ښار د غیرت اباد سیمې بزګرلعل ګل کوچي د څاڅکي اوبولګولو سیستم د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لامل وباله او ویې ویل چې پخوا به یې له یو جریب ځمکې شاوخوا ۹۰۰ منه هندواڼې ترلاسه کولې، خو سږ کال تمه لري چې دا اندازه نږدې دوه زره منو ته ورسېږي. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. په ورته وخت کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجینر نصیرالدین بهیج باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې سږ کال په ټول ولایت کې پر شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي، چې د تېر کال په پرتله د کرکیلې ساحه شاوخوا ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. د نوموړي په وینا، د بزګرانو لېوالتیا، د څاڅکي اوبولګولو سیسټم کارول، مناسب بازار او اقتصادي ګټه د کرکیلې د پراخېدو اساسي عوامل دي. هغه زیاته کړه، چې د تېر کال په پرتله د هندواڼو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د یادونې وړ ده، چې تېر کال په لوګر ولایت کې له کرل شوې ځمکې څخه نږدې ۱۵ زره ۵۰۰ مټریک ټنه هندواڼې ترلاسه شوې وې.

Quick facts

Locationلوګر
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-09 12:39:20

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې سږ کال د هندواڼو د کرکیلې ساحه نږدې ۲۵ سلنه زیاته شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-09 10:05:30

لوګر کې سږ کال د هندواڼو د کرکیلې ساحه نږدې ۲۵ سلنه زیاته شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button