Healthافغانستانپښتولوګر

لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول — Bakhtar

روان خبرHealthلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-07 22:22:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت له مرکز پل‌ علم او ولسوالیو څخه راټول کړل شوي ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسوول ډاکټر فهیم‌الله لودین باختر اژانس ته وویل، چې دغه توکي د خوړو او درملو د څار او پلټنې امریت له لوري د څو اوونیو د څارنې او پلټنو په ترڅ کې راټول کړل شوي وو. ورته مهال د لوګر د خوړو او درملو د څار او پلټنې امر ډاکټر سمیع‌الله صدیقي ټینګار وکړ، چې د بازارونو د څارنې لړۍ به دوام ولري او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وپلوري.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-07 22:22:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-07 14:55:28

لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button