Kabulافغانستانامنیتدری

لوېدیځ زون کې له پاکستانه راقاچاق شوې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-09 04:27:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د ملي دفاع وزارت وایی، افغان دفاعي ځواکونو د ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې – چې له پاکستانه راقاچاق شوې وې – کشف او ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼه له مخې، دغه وسلې د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول‌اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ نیول شوې دي. سرچینه زیاتوي، په ترلاسه شوو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، اېم ۱۶، تومانچې، هاوان، اګایس، درازکوف او زرګونه فیره مهمات او پوځي تجهیزات شامل دي. ملي دفاع وزارت لیکلي، دغه وسلې له ګاونډي هېواد پاکستانه «د ورانکارو فعالیتونو» په موخه راانتقالېدلې او افغان دفاعي ځواکونه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې تخریبي کړنې ترسره کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-09 04:27:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    لوېدیځ زون کې له پاکستانه راقاچاق شوې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-09 08:54:29

لوېدیځ زون کې له پاکستانه راقاچاق شوې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button