کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان په چارو کې د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په انلاین خبرو کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ په تدریجي ډول له بشري، اقتصادي برخې ته واړوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره دوشنبه (۳۰ وږی) د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په اړه د افغانستان په چارو کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره انلاین خبرې کړې دي. سرچینې لیکلي چې عزیزي په دې خبرو کې د حکومت د تېرو پنځو کلونو د لاستهراوړنو په اړه معلومات ورکړي چې د صادراتو او سړيسر عوایدو زیاتوالی، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه، د روږدو درملنه، د معلولیتلرونکو کسانو ملاتړ او د سوالګرو وضعیت ته رسېدنه په کې شامل دي. سرچینې زیاته کړې چې عزیزي په دې لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې سره د متقابل درناوي پر بنسټ د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې ریچارډ لینډسي له نړۍ سره د رغنده تعامل برخه کې د افغانستان د دریځ هرکلی کړی، له افغانستان سره د برېتانیا د بشري مرستو په اړه یې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
لینډسي: برېتانیا له افغانستان سره خپلې همکارۍ اقتصادي برخې ته اړوي
Sources
Afghan sources
لینډسي: برېتانیا له افغانستان سره خپلې همکارۍ اقتصادي برخې ته اړوي