HealthKabulافغانستانپښتو

مالیې وزارت په څلورو برخو کې نوی مالیاتي تخفیف اعلان کړ — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-12 11:29:28🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د مالیې وزارت وایي، د شرکتونو او خصوصي روغتیايي مرکزونو پر عایداتو مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راټیټه شوې، د حقیقي اشخاصو د مالیاتي معافیت حد له ۶۰ زرو څخه ۱۲۰ زرو افغانیو ته لوړ شوی او د مالونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې څخه نیم سلنې ته کمه شوې ده. د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ د حکمي اشخاصو، حقیقي اشخاصو، د مالونو د لېږد او د سون‌توکو برخو کې نوي مالیاتي تخفیفونه منظور شوي دي. حنفي وویل، د کانونو د استخراج له شرکتونو پرته به نور ټول حکمي اشخاص – چې شرکتونه او خصوصي روغتیايي مرکزونه هم پکې شامل دي – له دې وروسته ۱۰ سلنه مالیه ورکوي، په داسې حال کې چې مخکې ترې ۲۰ سلنه مالیه اخیستل کېده. هغه د حقیقي اشخاصو د مالیې په اړه وویل: «پخوا هغه کسان چې کلني عواید یې تر ۶۰ زرو افغانیو پورې وو، له مالیې معاف وو، خو اوس دا حد دوه برابره شوی او هغه کسان چې کلني عواید یې تر ۱۲۰ زرو افغانیو پورې وي، مالیه به نه ورکوي. که د چا کلني عواید له ۱۲۰ زرو څخه تر یو میلیون او ۲۰۰ زرو افغانیو پورې وي، ۱۰ سلنه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 11:29:28

مهالوېش

  1. Pajhwok

    مالیې وزارت په څلورو برخو کې نوی مالیاتي تخفیف اعلان کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 15:57:55

مالیې وزارت په څلورو برخو کې نوی مالیاتي تخفیف اعلان کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button