د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحده جبهه وايي، چې د چهارشنبې په شپه یې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په دهصلاح سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی، چې له نښتې وروسته یې پوسته نیولې او یو شمېر وسلې او تجهیزات یې له ځان سره وړي دي. د چینایۍ رسنۍ سوهو د تحلیل له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته چین ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د چین پر ضد ترهګر ونه کاروي، خو چین لا هم د دې موضوع په اړه اندېښنې لري. په ځانګړې توګه د اسلامي دولت- خراسان څانګې او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره خطر بلل شوي دي. چین اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو لپاره خوندي ځای نه شي چې د چین لوېدیزو سیمو ته ګواښ پېښولی شي. د مقالې له مخې، چین ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو او د افغانستان د ادغام لپاره بنسټیز شرط دی. سوهو وايي، چې په سیاسي برخه کې هم د طالبانو د ادارې جوړښت د نړیوالو اندېښنو سبب شوی ځکه منتقدان وايي چې د افغانستان د نورو قومونو او سیاسي ډلو د ګډون کچه پکې کمه ده. د ښځو د حقونو او زدهکړو په اړه د طالبانو تګلارې هم د نړیوالې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
متحده جبهه وایي د اندراب په دهصلاح کې یې د طالبانو یوه پوسته نیولې ده
سرچینې
Afghan sources
متحده جبهه وایي د اندراب په دهصلاح کې یې د طالبانو یوه پوسته نیولې ده