د افغانستان متحده جبهه وایي، د دغې جبهې د اطلاعاتي برخې غړو د هرات ښار په ۲۸ بېلابېلو سیمو کې د دغې جبهې د رهبرۍ وروستي پیغامونه او د یو شمېر دیني عالمانو هغه فتوا یې خپره کړې ده چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په تړاو صادره شوې ده. په راپور کې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري خبرې هم را اخیستل شوې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی خپور شوی. هغه وايي، له امریکايي ځواکونو سره یې د طالبانو او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی. نوموړي ویلي: «موږ خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس داسې احساس کوو چې زموږ ټولې قربانۍ بېګټې وې.» د هغه په وینا، لا هم د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ترلاسه کوي. راپور وايي، نوموړی په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی له خپلې کورنۍ او دوستانو سره عادي اړیکې وساتي او د خپل خوندیتوب لپاره وخت ناوخت د اوسېدو ځای بدلوي. په همدې حال کې، د امریکا پخوانی جنګي ډاکټر براین ریپي، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې دنده…
Quick facts
Timeline
-
AF International
متحده جبهه وایي د هرات ښار ځینو سیمو کې یې د خپلې رهبرۍ پیغامونه او د علماوو فتوا خپره کړې
Sources
Afghan sources
متحده جبهه وایي د هرات ښار ځینو سیمو کې یې د خپلې رهبرۍ پیغامونه او د علماوو فتوا خپره کړې