افغانستانامنیتدریغور

د الله‌داد فدايي د “اعترافاتو” ویډیو: د “افغانستان متحدې جبهې” د ده د… — Bbc

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-09 13:05:26🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان متحدې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړه چې د پخواني حکومت یو برید جنرال الله داد فدایي چې طالبانو څو ورځې وړاندې نیولی،‌ د دغه جبهې جګپوړی غړی دی. دا جبهه د هغه د نیولو لومړیو ورځو کې د نوموړي له غړیتوب څخه انکاري وه. په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی فدایي د یادې جبهې یو پیاوړی، ژمن او د باور وړ قوماندان و، خو په افغانستان کې دننه یې لا د دغې ډلې په استازیتوب کوم پوځي عملیات نه و ترسره کړی. د افغانستان د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د دغې پېښې په غبرګون کې وویل چې له الله‌داد فدایي سره په مبارزه او یوه سنګر کې پر درېدو ویاړي. سادات زیاته کړه چې د دغه جنرال د راخلاصولو او له اسارته د ژغورلو لپاره به له ټولو شونو لارو او امکاناتو کار واخلي او هڅه به وکړي چې نوموړی ازاد کړي. دغې جبهې په خپله اعلامیه کې د فدایي له کورنۍ، همسنګرو او پلویانو غوښتي چې صبر او زغم وساتي، ځکه د دوی په وینا، د هېواد د ازادۍ لار قرباني غواړي. په اعلامیه کې راغلي چې د یوه جنرال نیول کېدل دردناکه چاره ده، خو دا پېښه به د طالبانو پر وړاندې د دوی پرېکړه او اراده کمزورې نه‌کړي. متحدې جبهې ټینګار کړی چې د خپلې مبارزې لپاره له هېچا…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-09 13:05:26

خط زمانی

  1. AF International

    متحدې جبهې د الله داد فدایي غړیتوب تایید کړ

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-09 11:41:02

متحدې جبهې د الله داد فدایي غړیتوب تایید کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button