افغانستانامنیتدریکندهار

متحدې جبهې په کندهار کې د درېیو طالبانو د وژلو او درېیو نورو… — AF International

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-14 22:21:03🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مرکزي چوک کې د طالبانو پر درېیو پوستو تعرضي بریدونه ترسره کړي دي. د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغو بریدونو کې شپږ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. اندېشه د چهارشنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرایوي کمېټې په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې ویلي چې نږدې اته میلیونه افغانان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي او ډېری یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ افغان کډوال په زور خپل هېواد ته ستانه کړل شوي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین او د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دی. اندېشه ټینګار کړی چې په زور د کډوالو ستنول د ستونزې د حل لار نه ده، بلکې د بشري بحران د اوږدېدو او پراخېدو لامل کېږي. هغه ویلي: «هغه ستنېدل چې له زور او د انساني کرامت له تر پښو لاندې کولو سره مل وي، د حل لار نه ده، بلکې د بحران ځنډول او پراخول دي». د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستنولو سیاستونه باید د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید»…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-14 22:21:03

خط زمانی

  1. AF International

    متحدې جبهې په کندهار کې د درېیو طالبانو د وژلو او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-14 19:26:49

متحدې جبهې په کندهار کې د درېیو طالبانو د وژلو او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button