د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې په کندهار ښار کې په ۵۵ بېلابېلو ځایونو کې د خبرتیاوو په لګولو سره له خلکو غوښتي چې خپل اولادونه د طالبانو له لیکو لرې وساتي، د طالبانو لپاره قرباني ورنه کړي او له هغوی واټن وساتي. د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي. د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده. هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي. د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي. هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
متحدې جبهې په کندهار کې له خلکو غوښتي چې خپل اولادونه د طالبانو له لیکو لرې وساتي
منابع
Afghan sources
متحدې جبهې په کندهار کې له خلکو غوښتي چې خپل اولادونه د طالبانو له لیکو لرې وساتي