DevelopmentEnglishافغانستانبلخ

سرپل کې د ۲۵ کیلومتره سړک د قیرکولو چارې پیل شوې — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبلخ1 SourcesUpdated: 2026-08-12 22:57:21🎙 Listen to radio

Summary: د سرپل ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سرپل ـ بلخاب سړک د لومړي فاز د قیرکولو چارې د ۵۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د سرپل والي ملا احمدشاه دین‌دوست باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د سوزمه قلعه ولسوالۍ له دوابه کلي څخه تر سانچارک ولسوالۍ د توپخانې کلي پورې د سرپل ـ بلخاب سړک د لومړي فاز د قیرکولو چارې د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پیل شوې دي.د نوموړي په وینا، دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۷.۳۰ متره سور لري، چې د جوړولو چارې به یې د ۲۲ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د مسوولینو په خبره، د یاد سړک په جوړېدو سره به د موټر چلوونکو او د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې راکمې او د تګ راتګ اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-12 22:57:21

Timeline

  1. Bakhtar

    سرپل کې د ۲۵ کیلومتره سړک د قیرکولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-12 10:54:57

سرپل کې د ۲۵ کیلومتره سړک د قیرکولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button