د کرکټ اسیایي شورا نن ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ د عمان په کوربهتوب د نومبر په ۵مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي. د دغو سیالیو په اې ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او نیپال او همدارنګه په بي ګروپ کې د افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او مالیزیا لوبډلې شاملې دي. د افغانستان کرکټ بورډ د تلې په ۱۳مه ویلي وو چې د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي او هلته به د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ځوانان به د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه هم د عمان د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. د کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو اسیا جام مهالوېش او ګروپونه اعلان شول
منابع
Afghan sources
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو اسیا جام مهالوېش او ګروپونه اعلان شول