افغانستانامنیتپښتو

متقي: امریکا دې بېرته افغانستان ته راستنه شي | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-15 11:14:27🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه تازه مرکه کې له واشنګټن څخه غوښتي دي چې بېرته افغانستان ته راستون شي؛ خو دا ځل د ډیپلوماتانو او پانګې په درلودلو سره، نه د پوځي ځواکونو له لارې. نوموړي ویلي دي: «موږ د جګړې څپرکی پای ته رسېدلی ګڼو او له دې وروسته د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو او د مثبت تعامل د نوي څپرکي د پیل غوښتونکي یو.» متقي ویلي چې متحده ایالات کولای شي «خپل سفارت بیا پرانیزي، ډیپلوماتیک حضور ولري او د افغانستان په لویو معدني سرچینو، بندونو او سړکونو کې پانګونه وکړي»؛ هغه پروژې چې د نیویارک ټایمز په وینا، د امریکا دریو پرله پسې حکومتونو او متحدینو یې د پراختیا لپاره میلیاردونه ډالره لګولي وو، په داسې حال کې چې طالبانو د دوو لسیزو په ترڅ کې د هغو د ویجاړولو لپاره جګړه کوله. دا علني وړاندیز، چې په وروستیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر له لوري مطرح کېږي، له نړیوالې انزوا څخه د وتلو لپاره د طالبانو د هلو ځلو یوه برخه بلل شوې ده؛ هغه هڅې چې تر دې دمه یې بېلابېلې پایلې درلودلې دي. نوموړي دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کړې چې په تېر یوه کال کې طالبانو له روسیې سره د دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړی او…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-15 11:14:27

مهالوېش

  1. Amu TV

    متقي: امریکا دې بېرته افغانستان ته راستنه شي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-15 08:16:03

متقي: امریکا دې بېرته افغانستان ته راستنه شي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button