د یوناما دغه دوه نارینه کارکوونکي د اګست میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې ونیول شول او د طالبانو ادارې د هغوی د نیول کېدو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما ویاند د پنجشنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه ملي کارکوونکي، چې څه باندې یوه اونۍ مخکې په هرات کې د دوفاکتو چارواکو له خوا نیول شوي وو، نن سهار خوشې شول.» هغه زیاته کړه: «زموږ همکاران له روغتیايي پلوه په ښه وضعیت کې دي او موږ خبر شوي یو چې پر هغوی لګېدلي تورونه لغوه شوي دي.» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څو ادارې په فعالیت بوختې دي او ډېری یې د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې کار کوي. د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر مصونیت ټینګار افغانستان چې له پنځو کلونو راهیسې د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی، له ګڼو ننګونو لکه د لوږې له بحران سره لاس او ګریوان دی او همدا راز له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغغان کډوالو جبري ستنولو په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی. د یوناما ویاند د ملګرو ملتونو د ادارو د کارکوونکو د «امتیازاتو او مصونیت» د درناوي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
طالبانو د یوناما دوه نیول شوي کارمندان خوشې کړل