EnglishKabulافغانستانامنیت

متقي او لاوروف د افغانستان او روسیې پر اړیکو غږېدلي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-05 16:18:07🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د سیاسي مشورو د دوام ترڅنګ، پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو هم خبرې شوې دي. سرچينه زياتوي چې په دې ليدنه کې متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم د لا پیاوړتیا ترڅنګ، پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د لا زیات تمرکز غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو پراختیا ته اهمیت ورکوي. متقي د سیمه‌ییز ثبات برخه کې د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی. د سرچینې په خبره، په دې ليدنه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده. لاوروف همدارنګه د نشه‌یي توکو د له منځه وړو او د امنیت د ټینګښت برخو کې د افغان حکومت د اقداماتو ستاینه کړې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-05 16:18:07

Timeline

  1. Pajhwok

    متقي او لاوروف د افغانستان او روسیې پر اړیکو غږېدلي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 20:45:33

متقي او لاوروف د افغانستان او روسیې پر اړیکو غږېدلي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button