Englishافغانستانامنیت

متقي د مسکو فارمټ غونډې لپاره روسیې ته ځي

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-02 02:10:05🎙 Listen to radio

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، سرپرست وزیر امیرخان متقي به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې کې د ګډون لپاره د اکتوبر په ۵مه روسیې ته سفر وکړي. د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، متقي به د روسیې په رسمي بلنه په غونډه کې ګډون او وینا وکړي او له روسي چارواکو او د ځینو نورو هېوادونو له استازو سره به دوه اړخیزې لیدنې هم ولري. د راپورونو له مخې، په غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې استازي ګډون وکړي. تمه ده په دې ناسته کې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې وشي. د روسیې د چارواکو په وینا، د غونډې په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-02 02:10:05

Timeline

  1. Parstoday

    متقي د مسکو فارمټ غونډې لپاره روسیې ته ځي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-02 02:03:34

متقي د مسکو فارمټ غونډې لپاره روسیې ته ځي

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button