Kabulافغانستانامنیتپښتو

متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 06:37:13🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي امیرخان متقي د قرغیزستان د بهرنیو چارو له وزیر ژینبېک کولوبایوف سره د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټیلېفوني خبرو کې د افغانستان او قرغیزستان د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې. سرچینه زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړو عملي کېدو او د نوو همکاریو رامنځته کولو لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ. خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندې ادارې د ګډو پروژو عملي کولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ملاتړ کوي. سرچینې څرګنده کړې چې په دې خبرو کې د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ، منظم سیاسي تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغیزستان ټاکل مهمه لاسته‌راوړنه بللې او په دې برخه کې یې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی. د وزارت په خبره، دواړو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 06:37:13

مهالوېش

  1. Pajhwok

    متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 11:04:54

متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button