EnglishKabulافغانستانامنیت

متقی: اسلام‌اباد د تفاهم پر ځای پوځي چلند غوره کړی او کابل د… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-05 10:16:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته ویلي، کابل غواړي له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو وایي اسلام‌اباد پوځي چلند غوره کړی او افغانستان د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي؛ هغه د امنیت، اقتصاد، پانګونې، سیمه‌ییز اتصال او متوازن تعامل پر مهمو موضوعاتو هم خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي، دا چي نړیوال نظام د تحول په یوه حساس پړاو کې دی، د قدرتونو ترمنځ د اړیکو جوړښتونه بدلېږي، دوه اړخیزې اړیکې سیمه‌ییز سازمانونه او سیمه‌ییز میکانیزمونه د پخوا په پرتله ډېر اهمیت پیدا کوي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هېوادونه هڅه کوي چې خپلې اړیکې د خپلو ملي او سیمه‌ییزو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. د ده په وینا که د افغانستان وضعیت د تېرو څو کلونو په اوږدو کې وارزول شي، ښکاره ده چې په هېواد کې د جګړې دوره پای ته رسېدلې، د هېواد په ټولو برخو کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، د حاکمیت بنسټونه پیاوړي شوي او افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بې‌ثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کولې، د ثبات، اقتصادي بیا رغونې او سیمه‌ییز تعامل پر لور حرکت کړی دی. هغه ویلي:…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-05 10:16:04

Timeline

  1. Pajhwok

    متقی: اسلام‌اباد د تفاهم پر ځای پوځي چلند غوره کړی او کابل د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 14:45:19

متقی: اسلام‌اباد د تفاهم پر ځای پوځي چلند غوره کړی او کابل د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button