Kabulافغانستانامنیتپښتو

مجاهد: افغانان به د پاکستان جنایت ته مناسب ځواب ورکړي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-21 06:02:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وايي چې پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې برید غندي او زیاتوي چې د دغه هېواد نظامي کړۍ له خپلو امنیتي ناکامیو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا جنایت ترسره کړ او افغانان به مناسب ځواب ورکړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا پر کونړ او پکتیکا کې ملکي ځایونه بمبارد کړي دي. هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادو بریدونو له امله په کونړ کې یوه مېرمن او دوه نارینه شهیدان او دوه مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي چې ټول ملکي وګړي دي. مجاهد زیاته کړې چې په پکتیکا کې پر یوه کور او یوه دوکان بمبار شوی چې ځاني زیان نه لري. د اسلامي امارت ویاند وايي: «موږ دا تجاوز او ظلم غندو او د جنایتونو تکرار یې بولو؛ پاکستانۍ نظامي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په منظور یو ځل بیا په داسې جنایت لاس پورې کړ چې افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي.» د ځايي مسوولینو د معلوماتو له مخې، یاد بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 06:02:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    مجاهد: افغانان به د پاکستان جنایت ته مناسب ځواب ورکړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 10:31:45

مجاهد: افغانان به د پاکستان جنایت ته مناسب ځواب ورکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button