Summary: د اسلامي امارت وياند ذبيح اللّٰه مجاهد ويلي چې اړوند حکومتي ارګانونه په نورستان ولایت کې د باقي خلکو د سر او مال د نجات لپاره لاس په کار شوي دي. ښاغلي مجاهد په خپله اکس پاڼه همدارنګه ليکلي:«په خواشينۍ سره خبر شوو چې نن مازدیګر د نورستان په ولایت کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.» هغه همدارنګه د پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده. ښاغلي مجاهد ډاډ څرګند کړی:« د امارت اړوند ارګانونه ټول د باقي خلکو د سر او مال د نجات لپاره لاس په کار شوي ان شاءالله چې ښه رسيدګي به وشي.» د يادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د نورستان ولایت په پارون ښار او یو شمېر نورو سیمو کې د سختو سېلابونو له امله د تلفاتو لومړنۍ شمېرې ۲۰۰ تنه ښودلې، چې له دې جملی څخه ۲۰ تنه يې شهيدان، ۸۰ تنه ټپيان او ۱۰۰ تنه نور لادرکه ښودل شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
مجاهد: اړوند ارګانونه نورستان کې د باقي خلکو د سر او مال د نجات لپاره په کار بوخت دي
Sources
Afghan sources
مجاهد: اړوند ارګانونه نورستان کې د باقي خلکو د سر او مال د نجات لپاره په کار بوخت دي