EconomyKabulافغانستانپښتو

مجاهد د شپږو وزارتونو او دوو ادارو کلني فعالیتونه وړاندې کړل — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-05 09:07:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د شهیدانو او معلولینو، کار او ټولنیزو چارو، کډوالو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د کړنو راپورونه وړاندې کړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام پر مهال د یادو وزارتونو او ادارو فعالیتونه په جلا توګه تشریح کړل. مجاهد وویل، په ټول هېواد کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي چې له دې ډلې ۴۰۳ زره او ۳۰۲ یتیمان، ۱۰۱ زره او ۶۵۲ کونډې او ۱۷۵ زره او ۶۲۹ معلولین دي. د هغه په وینا، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د حکومت له لوري د بانکي سیستم له لارې شاوخوا ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې دي. ده زیاته کړه، د خیریه بنسټونو او مؤسسو له لارې هم د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي مرستې نږدې ۱۰۰ زره مستحقو کورنیو ته وېشل شوې دي. د اسلامي امارت ویاند وویل، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د دوامدار ملاتړ لپاره د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال لازمه بودجه هم د اسلامي امارت د مشرتابه له…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-05 09:07:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    مجاهد د شپږو وزارتونو او دوو ادارو کلني فعالیتونه وړاندې کړل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-05 13:36:32

مجاهد د شپږو وزارتونو او دوو ادارو کلني فعالیتونه وړاندې کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button