HealthKabulافغانستانپښتو

مجاهد: د نوو تحصیلي برنامو او پوهنځیو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-07 10:53:25🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، د دوکتورا او ماسټري نوو رامنځته شوو برنامو او پوهنځیو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی، لومړیتوب کورنیو مسلکي استادانو ته ورکول کېږي او د اړتیا په صورت کې له بهره استادان ورته رابلل کېږي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وویل، په نوو ایجاد شوو پوهنځیو او تحصیلي برنامو کې د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون د معاصرو اړتیاوو اړوند برخې شاملې دي او د کرنې، روغتیا او ټکنالوجۍ برخو کې هم نوي تحصیلي ظرفیتونه رامنځته شوي دي. هغه د دغو برنامو او پوهنځیو رامنځته کېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګام وباله او ویې ویل، دغه اقدام د هېواد د علمي ودې، ابادۍ او د لوړو زده‌کړو د ظرفیت د پیاوړتیا برخو کې اهمیت لري. مجاهد د دغو نوو برنامو لپاره د استادانو د ګومارنې په اړه وویل، لومړیتوب به هغو مسلکي استادانو ته ورکړل شي چې په هېواد کې دننه موجود وي. مجاهد وویل، د نوو پوهنځیو او د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو لپاره د تدریسي ځایونو، لوژستیکي اړتیاوو، کتابونو، استادانو، درسي مضامینو او نصاب په ګډون اړین چمتووالي نیول شوي دي. دی وایي چې دغو نوو تحصیلي برنامو او پوهنځیو ته به د محصلینو د جذب بهیر په راتلونکي کې پیل شي او محصلین به…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-07 10:53:25

مهالوېش

  1. Pajhwok

    مجاهد: د نوو تحصیلي برنامو او پوهنځیو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-07 15:21:37

مجاهد: د نوو تحصیلي برنامو او پوهنځیو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button