Kabulافغانستانامنیتدری

هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-07 08:41:47🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ا…مجاهد وايي، له ایران سره د افغانستان اړیکې ژورې او مهمې دي او هېڅ هېواد ته به اجازت ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کړي. ذبیح ا…مجاهد زمونږ له خبریال سره په خصوصی مرکې روښانه کړه، د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د شهادت پېښه د افغانستان د خلکو لپاره ډېره دردونکې ده او د ایران په ضد د جنګ دوام د سیمې ټولو هېوادونو ته زیان رسوي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د جګړې مخالف دی او اجازت نه ورکوي چې د دغه هېواد له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد استفاده وشي. د طالبانو حکومت ویاند همداراز وویل، په تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان سره د اړیکو له پرېکون وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ او اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوباوه. نوموړي له ایرانه د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې له ایران سره د لا ډېرو همکاریو لپاره چمتو دی. په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-07 08:41:47

خط زمانی

  1. Parstoday

    هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-07 08:33:02

هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button