افغانستانامنیتدری

مجاهد: په ټول هېواد کې څه باندې ۶۸۰ زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-05 10:37:29🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېر کال په ټول افغانستان کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي دي. مجاهد د شپږمې حکومتي غونډې په مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، له دې ډلې له ۴۰ زرو ډېر یتیمان، له ۱۰۱ زرو ډېرې کونډې او څه باندې ۱۷۵ زره معلولین دي. د نوموړي په وینا، تېر کال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بانکي سیستم له لارې ۱۲.۶ میلیارده افغانۍ نغدي مرستې ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته وېشلې دي. مجاهد زیاته کړې چې تېر کال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلټونکو ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان له ټولنې راټول کړي او د درملنې لپاره یې د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي. هغه ویلي، دغه اقدام د زیان‌منو ډلو لپاره د ټولنیزو خدمتونو او ملاتړ د برابرولو په موخه شوی دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-05 10:37:29

خط زمانی

  1. Parstoday

    مجاهد: په ټول هېواد کې څه باندې ۶۸۰ زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-05 10:32:00

مجاهد: په ټول هېواد کې څه باندې ۶۸۰ زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button