افغانستانامنیتپښتوغور

محسن داوړ: د افغانستان ملي هویت او خپلواکي یو ځل بیا له ګواښ… — AF International

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 17:01:04🎙 راډیو واورئ

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې لمانځي چې ملي هویت او خپلواکي یې یو ځل بیا له ګواښونو او ستونزو سره مخ دي. د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟ دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده. د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې ښځې اوس یوازې…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 17:01:04

مهالوېش

  1. AF International

    محسن داوړ: د افغانستان ملي هویت او خپلواکي یو ځل بیا له ګواښ سره مخ دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-19 12:17:39

محسن داوړ: د افغانستان ملي هویت او خپلواکي یو ځل بیا له ګواښ سره مخ دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button