افغانستانامنیتپښتوغور

محسن داوړ له پاکستان نه د افغان محصلانو ایستل «شرموونکی او غیرانساني» اقدام… — AF International

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 18:47:32🎙 راډیو واورئ

د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه «شرموونکې او غیرانساني» ده. داوړ زیاته کړې چې افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځینه محصلانې، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زده کړو فرصت نه لري. په لاهور ښار کې کینګ اېډورډ طبي پوهنتون، د اقبال طب پوهنځي او فاطمه جناح طب پوهنځني او همداراز په ملتان کې نشتر طبي پوهنتون په طب پوهنځيو کې پر زده‌کړو بوختو افغان محصلانو ته په رسمي ډول ویلي چې دوی نور په دغو ادارو کې خپلې زده‌کړې نه شي کولی. په لاهور کې د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له خوا د دوشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې افغان محصلینو ته ویل شوي، چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي)د لارښوونې له مخې دې محصلین اړوندې «اداري چارې» په ۲۴ ساعتونو کې بشپړې کړي. د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون د لیلیې دفتر نن، سې شنبه، په یوه بله اعلامیه کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې، ویلي چې افغان اتباع محصلین، هلکان او نجونې، دې په ۲۴ ساعتونو کې له لیلیو ووځي. د کينګ اېډورډ طبي پوهنتون د دوشنبې په ورځ په دغه پوهنتون کې د طب په زده‌کړه بوختو ۲۲افغان محصلینو، هلکانو او نجونو، ته هم ورته اعلامیه ورکړې ده. په دغو محصلانو کې ځینې هغه په وروستیو…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 18:47:32

مهالوېش

  1. AF International

    محسن داوړ له پاکستان نه د افغان محصلانو ایستل «شرموونکی او غیرانساني» اقدام بللی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-08 16:07:16

محسن داوړ له پاکستان نه د افغان محصلانو ایستل «شرموونکی او غیرانساني» اقدام بللی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button