د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې، چې په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسلهوالې ډلې فعالیت لري او دغه چاره د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي. نوموړي دغه څرګندونې په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې کړې دي. د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل. د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
محسن نقوي: په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسلهوالې ډلې فعالیت کوي
منابع
Afghan sources
محسن نقوي: په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسلهوالې ډلې فعالیت کوي