افغانستانامنیتدری

محقق: «مجاهدین» د امریکا زرق او برق دوکه کړل او ټوپک یې پر… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 19:12:34🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق طالبان «د امریکا لاسپوڅي» وګڼل او وايي، امریکا د یوې «دسیسې» له لارې دده په وینا، یوې «مزدورې» ډلې ته د افغانانو برخلیک وسپاره. محقق ویلي، چې مجاهدینو ځانګړی اعتبار درلود، خو د هغه په وینا، «د امریکا ظاهري زرق او برق دوکه کړل». ضیا د «شهید اونۍ» په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون انلاین ترسره شول، وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو او سیاسي هڅو له لارې د طالبانو د ننګولو هڅو پایله نه ده ورکړې، خو د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهاتو فعالیتونو دغه ډله له فشار سره مخ کړې ده. هغه وویل، چې طالبانو تر دې وړاندې د خپلو مخالفو جبهاتو موجودیت نه مانه، خو اوس په پرله‌پسې توګه وايي چې جګړه د ستونزو حل نه دی. د ازادۍ جبهې مشر ویلي، چې طالبانو د خپلو کړنو له امله مخالفې جبهې دې ته اړې کړې دي چې وسله واخلي. نوموړي ادعا وکړه، چې د ده جبهه د واک د ترلاسه کولو لپاره نه جنګېږي، بلکې هدف یې له طالبانو څخه ولس ته د واک لېږد دی. ضیا وویل، چې د طالبانو خلاف جګړه به تر هغه روانه وي، چې د افغانانو غوښتنو او هیلو ته درناوی وشي….

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 19:12:34

خط زمانی

  1. AF International

    محقق: «مجاهدین» د امریکا زرق او برق دوکه کړل او ټوپک یې پر ځمکه کېښودل

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-13 16:20:54

محقق: «مجاهدین» د امریکا زرق او برق دوکه کړل او ټوپک یې پر ځمکه کېښودل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button