افغانستانامنیتدری

محمدالساير: پلان لرو، چې له افغانستان څخه کویټ ته وچې او تازه مېوې… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 00:22:27🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د کویټ د «السایر» سوداگريزشركت له اجرايوي رئيس او مخکښ پانګوال محمدناصر محمد السایر سره کتلي دي. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې په رامنځته شويو فرصتونو خبرې شوې دي. د بهرنیو چارو وزیر د کویټ او افغانستان اړیکي تاریخي او مثبتی بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لازیاتو هراړخیزو اړيکو هیله څرګنده کړې ده. ورته مهال ښاغلي السایر ويلي؛ غواړي په راتلونکي کې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پیل کړي. هغه زیاته کړې، چې شرکت يې پلان لري، ترڅو له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي. دواړو لورو همدارنګه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر اسانتیاوو او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو څخه پر اغېزمنې استفادې هم ټینګار کړی دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 00:22:27

خط زمانی

  1. Bakhtar

    محمدالساير: پلان لرو، چې له افغانستان څخه کویټ ته وچې او تازه مېوې صادرې کړو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-25 16:43:32

محمدالساير: پلان لرو، چې له افغانستان څخه کویټ ته وچې او تازه مېوې صادرې کړو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button