Summary: د جاپان په ایچي ـ ناګویا ښار کې د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبو د سوکوهنې په سیالیو کې افغان لوبغاړي محمد ابراهیم فروتن د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د جنوبي کوریا له استازي سره سیالي وکړه او د ۱ ـ ۴ امتیازونو په توپیر یې ماتې ومنله. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، فروتن په یاده کټګورۍ کې د جنوبي کوریا له سوکوهونکي سره مخامخ شو، خو ونه توانېد چې سیالي په خپله ګټه پای ته ورسوي.د افغانستان په استازیتوب د سوکوهنې په سیالیو کې درې کسیزه لوبډله ګډون لري.د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبې د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ناګویا ښار کې د اسیا د ۴۵ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون په ۴۱ ورزشي څانګو کې پیل شوې دي.
لنډ معلومات
ځایلوګر
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 16:27:08
مهالوېش
-
Bakhtar
محمد ابراهیم فروتن د جنوبي کوریا سیال ته ماتې ومنله