د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه. افغانستان انټرنشنل – پښتو ته سرچینې وايي، ساجد خوږیاڼی د حقاني شبکې له مخکښو مطبوعاتي فعالانو څخه دی او د دې شبکې د مشر سراجالدین حقاني په پاملرنه بېرته پر دنده ګومارل شوی دی.د هبتالله پټ منتقد او د حقاني په مزاج برابر سړید ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، قاري ساجد خوږیاڼی ښايي یوازېنی طالب چارواکی و چې د جمهوري نظام په یوه مهمه نفوذي سیمه، ننګرهار، کې یې نرم چلند د خلکو پام ځانته اړولی و.هغه د جلالاباد ښاروال و؛ یوه مهمه عایداتي اداره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې مشري ور وسپارل شوه.ساجد خوږیاڼی مخکې د طالبانو د یوه سختدريځه قوماندان په توګه د هدفي وژنو او نورو پېښو په تړاو تورن شوی و، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په ننګرهار کې یو شمېر سیمهییز ملاتړي، په ځانګړي ډول ځوانان، پر ځان راټول کړل او د سیمهییزو کوډونو په کارولو یې د خپل نظام او په ځانګړي ډول د هغې شبکې ملاتړ…
Quick facts
Timeline
-
AF International
محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل
Sources
Afghan sources
محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل