د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه د «ستراتیژیکې ژورتیا» له پخوانۍ تګلارې او کابل د پاکستان د پنځم ایالت ګڼلو له فکره لاس واخلي او د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي. د دوی په وینا، طالبان په ځینو مواردو کې دغه ملکیتونه خپلو نږدې کسانو او کړیو ته سپاري، څو پرې سوداګریز مرکزونه جوړ کړي. د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په هغه ځای کې چې د ده شخصي ملکیت وو، د ملکیت له ویجاړولو وروسته څلور دوکانونه جوړ کړي او هر یو یې د ۱۵۰ زره افغانیو په بدل کې نورو کسانو ته سپارلی دی. هغه زیاته کړې: «دا یوازې زما ملکیت نه وو. د یو شمېر نورو اوسېدونکو باغونه، دوکانونه، سراچې او کورونه هم غصب او ووېشل شول. طالبانو ان د خلکو عمومي هدیره هم ویجاړه کړه او په یوه برخه کې یې شاوخوا ۳۵ دوکانونه جوړ کړل چې هر یو یې د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورل شو». نوموړي ادعا کړې، چې د دغو دوکانونو د پلور عواید د طالبانو د سیمهییزو چارواکو او قوماندانانو ترمنځ وېشل شوي دي. افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې دغه ادعا په خپلواکه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
محمود خان اڅکزی: پاکستان دې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې فکر پرېږدي
منابع
Afghan sources
محمود خان اڅکزی: پاکستان دې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې فکر پرېږدي