په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال، سید حسن مرتضوي، د افغانستان د فوټسال اتلانو د ستاینې په مراسمو کې وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت سیاست د افغانستان د امنیت، ثبات، پرمختګ او ودې ملاتړ او د دغه هېواد د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته بشپړ درناوی دی. نوموړي زیاته کړې، موږ د مسلمانانو ترمنځ د شخړو د رامنځته کولو لپاره د هېڅ جریان یا ډلې ملاتړ نه کوو او باور لرو چې د افغانستان راتلونکی باید د همدې هېواد د خلکو د خبرو، تفاهم او ګډ مشارکت له لارې وټاکل شي.» مرتضوي زیاته کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان ټول سیاسي او ټولنیز جریانونه یووالي، همغږۍ او د ملي یووالي ساتنې ته هڅولي دي. نوموړی وایي، موږ د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره نه شرعي، نه سیاسي او نه هم عرفي مأموریت لرو او هېڅکله نه غواړو چې د کورنیو اختلافاتو له امله حتی یو افغان وګړی هم زیان وویني. د افغانستان د خلکو ژوند زموږ لپاره ارزښت لري.» هغه وویل: «ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او که څوک ادعا وکړي چې اسلامي جمهوریت د افغانستان د ناامنۍ په رامنځته کولو کې رول لري، ناسمې خبرې کوي. موږ د خواخوږۍ له مخې د افغانستان وضعیت څارو، خپلې تجربې له افغان ملګرو سره…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
مرتضوی: په افغانستان کې د مقاومت اصلي مانا د بېلابېلو دورو د اشغال پر ضد مبارزه ده + ویډیو
Sources
External sources
مرتضوی: په افغانستان کې د مقاومت اصلي مانا د بېلابېلو دورو د اشغال پر ضد مبارزه ده + ویډیو