په کابل کي د کاریتاس د دفتر مشري ویرونیکا شتاوداخر وويل چي «د کار نشتوالي او په پنځم کال پرله پسې وچکالۍ خلک نور هم بې وزله کړي او خوارځواکي يې لا پسې زیاته کړې ده.» د هغې په وینا، په ځانګړې توګه ښځي او هغه ماشومان چې دوه کلنۍ ته نه دي رسېدلي، له دې بحرانه رنځ وړي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چي د افغانستان نږدې نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. شتاوداخر، زیاته کړه چي له پاکستان سره د طالبانو ادارې د شخړي او له امله يې په سوداګرۍ او ترانسپورتي لارو کي خنډونه د بیو لوړېدو لامل سوي دي: «زه د بشري بحران د دې تیاره تونل په پای کي د رڼا کوم څرک نه وينم.» د دې مرستندويي په وینا، د ښځو د بشري حقونو خراب وضعیت هم د وضعيت پر خرابوالي اغېز کړی دی: «له عامه ژونده د ښځو سیستماتیک ګوښه کول، پر کار او زده کړو بندیزونه او د کورنۍ پر نارینه غړو زیات تکیه کول، هيواد له هر ډول راتلونکو هیلو او امکاناتو څخه بې برخي کوي.» د هغې په وینا، له اوسه لا د ډېرو خدماتو په وړاندي کولو کي کمښت محسوسېږي او په ځانګړې توګه د روغتیا سکتور د ښځینه کارکوونکو له مخ پر زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی. په روغتیایي او طبي برخو کي د ښځو او نجونو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
مرستندويان: افغانستان له یوه ستر بشري بحران سره مخامخ دی