Economyافغانستانپښتو

مرسډېس بینز په جرمني کې نوې پانګونې دروي او د فابریکو تړل کېدو… — Pajhwok

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-13 05:52:03🎙 راډیو واورئ

د رویټرز د راپور له مخې، د دغه شرکت مدیره پلاوي پرېکړه کړې چې په جرمني کې خپلو ټولو تولیدي مرکزونو ته نورې پانګونې د لنډې مودې لپاره ځنډوي. سرچینه لیکي چې دغه پرېکړه له کارکوونکو د لګښتونو کمولو په اړه له استازو او د کارګرانو له اتحادیو سره د خبرو اترو له نه پرمختګ وروسته شوې ده. د مرسډېس بینز د تولید برخې مسوول مایکل شیبه ویلي چې د شرکت مدیره پلاوي په جرمني کې په خپلو ټولو مرکزونو کې د نوو پانګونو درولو پرېکړه کړې ده. د دغه شرکت د مدیره پلاوي غړې بریتا زیګر ویلي، شرکت غواړي په هره بیه چې وي د فابریکو له تړلو ډډه وکړي، خو اوس اړ دی چې په جدي او تفصیلي ډول وارزوي چې په جرمني کې کوم تولیدي مرکزونه ساتلی شي. د راپور له مخې، د مرسډېس بینز د دې پرېکړې یو لامل په جرمني کې د تولید لوړ لګښتونه او له چیني موټر جوړوونکو شرکتونو سره سخت رقابت دی. په وروستیو کلونو کې د جرمني د موټرو جوړولو صنعت د پلور د کمښت، لوړو لګښتونو او په نړۍوال بازار کې د سیالۍ د زیاتېدو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-13 05:52:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    مرسډېس بینز په جرمني کې نوې پانګونې دروي او د فابریکو تړل کېدو احتمال څېړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-13 10:21:09

مرسډېس بینز په جرمني کې نوې پانګونې دروي او د فابریکو تړل کېدو احتمال څېړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button