افغانستانامنیتدری

مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان اټومي ځواک ته ورساوه — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-26 08:36:16🎙 رادیو را بشنوید

پاکستانی سیاستوال، مشاهد حسین سید، وایي د افغانستان د شوروي ضد جګړې یوه مهمه پایله دا وه چې پاکستان له رامنځته شوي وضعیت څخه په استفادې خپل اټومي پروګرام مخته یووړ او په پای کې په اټومي ځواک بدل شو. شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسله‌والې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي. شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي». نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي. د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل. شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-26 08:36:16

خط زمانی

  1. AF International

    مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان اټومي ځواک ته ورساوه

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-26 04:46:21

مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان اټومي ځواک ته ورساوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button