د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو له خوا د ښځو د جنسیتي ځورونې د ادعاوو د څېړنې لپاره د نړیوالې جزايي محکمې د قاضیانو د وروستي اقدام هرکلی کړی، خو وايي چې د افغانستان د روانو جنایتونو په اړه د قضايي پروسې ځنډ د اندېښنې وړ دی. د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، چې دا اعتراض د طالبانو پر وړاندې د مدني مبارزو یوه لړۍ ده چې د دې ډلې د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي. معترضو ښځو وویل، دوی هماغه ښځې دي چې پنځه کاله مخکې یې په کابل کې د طالبانو پر وړاندې مدني اعتراضونه پیل کړل او د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې له وېرې او ځپنې سره سره د «زدهکړو، کار او ازادۍ» شعارونه پورته کړل. هغوی ټینګار وکړ، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره یې موخې نه دي بدلې شوي او لا هم د افغانستان د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، عادي ژوند ته د ښځو او نجونو د ستنېدو، زدهکړو او کار ته د هغوی د لاسرسي، ازادۍ او په ټولنه کې د برابر ګډون غوښتونکې دي. د معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي، چې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په کلونو کې یوازې د دوی د مبارزې بڼه او ځای بدل شوی، خو غږ یې نهدی چوپ شوی. دوی…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
معنوي: د طالبانو د جنایتونو په اړه د نړیوالې جزايي محکمې ځنډ د عدالت فرصت له منځه وړي
منابع
Afghan sources
معنوي: د طالبانو د جنایتونو په اړه د نړیوالې جزايي محکمې ځنډ د عدالت فرصت له منځه وړي