د «اېم اېس» مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې راغلي، چې د افغان ښځو او نجونو ستونزه یوازې د افغانستان کورنۍ مسله نهده؛ بلکې د ښځو د حقونو نړۍوالې مبارزې یوه مهمه برخه ده. د راپور له مخې، محمد سعید په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و؛ خو اوس د هغه زرګونو افغانانو له ډلې دی، چې د ایران د اقتصادي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته ستون شوی. هغه رویټرز ته ویلي، د ایران د اسعارو ارزښت دومره ټیټ شوی چې د دوی سپما شوې شتمني یې زیانمنه کړې ده.راپور کاږي، ایران د لسیزو لپاره افغانانو ته د بېوزلۍ او جګړو څخه د تېښتې مهم ځای و؛ خو اوس د دغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره کړکېچن شوی، چې ګڼ افغانان بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.رویټرز د هرات او فراه ولایتونو په سرحدي سیمو کې له بېرته ستنېدونکو افغانانو سره خبرې کړې دي. ګڼو دغه ستنو شویو کډوالو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې وزګاره وو او د لوړ انفلاسیون له امله یې نور د ژوند توان نه درلود.د راپور له مخې، له امریکا او اسراییل سره د ایران د کړکېچ، بندیزونو او اقتصادي فشارونو له امله د مصرفي توکو بیې نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوې او د خوراکي توکو انفلاسیون نږدې ۱۳۰ سلنې ته رسېدلی دی.راپور کاږي، چې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
مقاله؛ د افغان ښځو ستونزه د نړۍوالې مبارزې یوه مهمه برخه ده
منابع
Afghan sources
مقاله؛ د افغان ښځو ستونزه د نړۍوالې مبارزې یوه مهمه برخه ده